ته چې مرګ په ورين تندي اخستى نه شې
هغه مسته زندګي اخستى نه شې
چې د صبر سرمايه در سره نه وي
د غم ښار کې خوشحالي اخستى نه شې
د مجاز مکتب چې نه يې ناکام کړى
حقيقت کې کاميابي اخستى نه شې
ستا په عقل او شعور کې ډېر کمى دى
ته لقب د لېوني اخستى نه شې
چې په تورو زندانونو مئين نه يې
بيا نو سپينه ازادي اخستى نه شې
تا په سرو سترګو صحرا لوستلې نه ده
د جنون لويه هستي اخستى نه شې
ته به څنګه د ګلونو شونډې ښکل کړې
چې لاسونو کې اغزي اخستى نه شې
ستا په سترګو کې تصوير د ښکلا نشته
ته له ژونده بدرنګي اخستى نه شې
ځان به مړ ځان به ذليل، ځان به تباه کړې
خو طالب نه مې مستي اخستى نه شې
ته په خپله په پلورلو اموخته يې
ته دا سپين او تور پټکي اخستى نه شې
اى په خپله بادشاهۍ باندې مغروره
د ( مفتون ) نه ملنګي اخستى نه شې
افغانستان